IQNA

په امارتو کې د اسلامی نړئ  غوره قاریان ستایل کیږي

14:04 - October 28, 2025
د خبر لمبر: 3491927
ایکنا - په دغې پیښې کې د اسلامی نړئ یو شمیر غوره قاریان او همداراز د اسلامی هیوادنون د رسنیو فعالانو هم نازول کیږی.

ایکنا -  د اسلامی نړئ غوره او لوړپوړي  یو شمیر قاریان  د متحده عربی اماراتو په فجیره  سیمې کې  د  اسلامی -عربي  رسنیو  په لومړني سمینار کې  نازول کیږي.

ایکنانیوز  د صدای البلد له قوله راپور راکړ،  د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د ریډیو او ټیلیویژنونو د اتحادئې مش ر  عمرو اللیثي  په دې باب ووئيل؛ د اسلامی -عربی  رسنیو لومړنی کانګرس   (OSPO) د نومبر په نولسمه او شلمه نیټه  دد فجیره ښار  کې  ددغه ښار د کلتور او رسنیزو  چارود  ټولنې په ملګرتیا سره ترسره کیږي.

هغه زیاته کړې ده ، دغه کنګرس  درسانیزو مخکښانو د قدرونې اوستاینې لپاره یو پلیټ فارم  او د اسلامی رسانیو  د فعالیتونو په لار کې  یو  مهم ټکی کیدلی شي.

اللیثي ووئيل؛  په دغې پیښې کې د اسلامی نړئ یو شمیر غوره قاریان او همداراز د اسلامی هیوادنون د رسنیو فعالانو هم نازول کیږی.

هغه همداراز ووئيل، د مصر شیخ القراء شیخ احمد نعینیع  به هم د فچیره په کانګرس کې ونازول شي او دغه پیښه به د  مختلفو اسلامی هیوادونو  د غوره کارپيژاندو او خبریالانو او د رسنیزو  ټولګو د مشرانو په شتون سره ترسره شي.

ددغه راپور په اساس ، د فجیره سمینار  به  د اسلامی نړۍ د قرآن د ریډیو ګانو د مسئولانو له شپږمې ناستې سره په یووخت  د ؛ډله ایزو رسانیو  له لارې د مینځ پلوه کلتور  دخپریدا ؛ په شعار سره  ترسره شي او په دې  غوندې کې به  د مینځلاري دین  او په اسلامي ټولنو کې ئې  د پراختیا د اغیزو   د پراختیا  لارې چارې هم وارزول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4313056

 

captcha